ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور ورکړی، دپاکستان یوې مشهورې معمارې میرمن یاسمین لاري د ولف فاؤنډيشن ته په یوه رسمي لیک کې ووئیل،په غزې تړانګې کې د دومدارې نسل وژنې په دلیل په ریاضۍ کې د ولف فاؤنډيشن جایزه، چې اسرائيلی رژیم له خوا ورکول کیږي، نشي منلی .
دغې پاکستانۍ معمارې روښانه کړې ده ، په اوسنیو شرائطو کې دداسې جایزې ترلاسه کول چې د یوه نیواکګر رژیم له خوا ورکول کیږي، له انساني او حرفه وي اصولو سره سمون نه خوري. یاسمین لاري کلونه کیږي چې په پاکستان کې د محرومو ټولنو د حقوقو مدافع او تل پاتې معمارې په توګه فعالیت کوي. دغه معماره چې د ژواک چاپيریال د اغیزو د کمښت لپاره له دودیزو رودو او ځای مصالو څخه داستفادې په زمینې کې فعالیت کوي، دله ژواک چاپيریال سره سمون خوړونکو څه د پاسه پنځوس زره کوټو او د اتیا زرو سټؤوانو په پلانونې او اجرا کولو سره د خلکو د ژوند دشرائطو په ښه کولو کې مهم رول لوبولی دی. میرمن لاري د خپلو انسان دوستۍ فعالیتونو په دلیل په ۲۰۲۳کال کې هم د انګلستان د سلطنتي معمارانو دموسیسې د سلطنتي طلا میډال ګټلی ؤ ،خو دې ځل ئې فیصله کړې چې د فلسطین له مظلوم ولس سره په پیوستون کې د ولف جایزه ونه مني. د پاکستان ددغې مشهورې معمارې اقدام په نړیوالو رسندویو کې ډیر پراخ انعکاس درلودلی او د بشری حقوقو فعالانو دغه اقدام ډیر زیات ستایلی دی. دپاکستان حکومت صهیونیسټي رژیم په رسمیّت نه پيژني او له دغه جعلي رژيم سره هیڅ ډول رسمي او غیر مستقیم ارتباط نه لري .
https://www.irna.ir/news/85776164